دښاغلی مجاوراحمدزیار دبې ځایه غټبازیو اوپرځای غلطیو څخه، محترمانه ، پرده پورته کیږی
کاندید اکادمیسین ظاهرافق کاندید اکادمیسین ظاهرافق

پیل

لومړی ۰

 دپوهاند زیار دلیکنې شکلی تیروتنې                                                                     ۱ – په شکلی تیروتنو سره متنی ناوړتوبونه                                                                  ۲- دځینو ضروری لیک نښو ( لیک نخښو ) بې ځایه استعمال                                

دوهم ۰ دلیکنې متنی تیروتنو ته یوه لنډه کتنه

   ۳ – د ( انتقادی – سوسیالزم ) په منځ کې لنډ کی خط ( هایفن ) یعنې څه ؟

   ۴ – (( آینده غورځنګ )) اوښاغلی پوهاند !

   ۵ – ( فاشیستی – سکتاریستی  ) ترکیب نه سره لګیږی

   ۶ – په ګوندونو کې هر (اپوزیسیون) دافتخاروړ نه وی

  ۷ – دعلومو اکاډمۍ ته په سپکه سترګه کتل دپوهنې اوفضلیت سره دښمنی

  ۸ – نتیجه

پیل

داچې دنولسمې پیړۍ، ځینو اروپایی بشردوستو اوانقلابی پوهانو ویل (( افغانانو ته جنګ دساتیریویوه وسیله ده )) ، له حقیقته څخه لیرې نه ده ۰ دافغانانو همدغه خصلت نه یوازې زموږ دتاریخ  په تیرو دوو پیړیو کې پوره روښانه دۍ ، بلکه په دې وروستیو دیرشو کلونو کې مو هم دسر په سترګو لیدلې اووینو یې چې افغانان وطن ته دناموس په څیر ګوری ، دهرډول بیګانګانو اوتجاوزګرانو په مقابل کې مقاومت کوی اودهیواد څخه یې لیرې غواړی ۰ البته که دیوې خوا دافغانانو نوموړی خصلت یوڅرګند حقیقت دۍ ، خو پردې بله خوا یې بدل اخیستل هم دخصلتونو څخه یو بل څرګند خصوصیت  ګڼل کیږی ، چې دوطن دښمنانو دداخلی مخالفتونو دشدت په خاطر ، پربیلو بیلووختونوکې استفاده هم ځینې کړې اوکوی یې ۰

 نوموړی جنګې خصوصیتونه که په توره اوجنګ کې دافغانانو په نصیب دی ، نو په خبرو اوقلم کې یې هم نوموړی خصوصیات پوره ښکاره دی ۰ مانا دا چې که یې تورې ته لاس ونه رسیږی اودقلم خاوند وی ، نو په قلم سره هم خپلو حملو اوبیا هم خپلو ځوابونو اوبدل اخیستلو ته هر وخت تیاروی ۰ دنوموړوواقعیتونو له مخې وینوچې په  دې وروستیو کې ډیرو لیکوالانو اودقلم څښتنانو چې مسافر اومهاجرشوی هم دی ، دقلم جنګونه حق اوناحق کړی اوکوی یې ، چې افغانی خپرونې  اوویبباڼې یې ښې نمونې څرګندولای شی۰ دا دی یو ډیرساده اونوی مثال به یې وړاندې کړو :

څو میاشتې مخکې ښاغلی پوهاند زیار ځینې لیکنې دپښتو دسوچه کولو په ارمان  داسې پیل کړې  چې هدف ته دمختلفو دلایلو پر بنا نه دی رسیدلې او نه رسیږی ۰ په همدغه دوران کې یې بیله ضرورته په یوه لیکنه کې زما پرلیکنو ، دشکل له مخې، وویل چې ګواکې زما په لیکنو کې غیرپښتو کلمې ډیرې استعمالیږی، خو دلیکنو پر متنی اړخونو یې هیڅ نه دی ویلی  ۰ ځکه چې په اوسنۍ زمانه کې ډیر مهم موضوعات زموږپه مخ کې پراته دی نو مې لازمه ونه بلله خپل شیرین وخت پرهمدغه ډول غیرضروری موضوعاتو مصرف کړم ۰

په تاسف چې دې ښاغلی زیار قلم لکه بواسیر چې لری ،نورعلمی اواصولی سیاسی موضوعات یې په ذهن کې نه ورګرزی ، زیاتره هغه مسایل ترقلم لاندې ورولی چې شخصی عقدې اوغوټې په پرانیږی ۰ نو یې نه یوازې بیځایه غټبازۍ پکښې څرګندوی ، بلکه دپرځای غلطیو شمیر یې هم لږ نه وی ۰

څه موده مخکې مې په ټول افغان معتبرې اوهیوادپالې ویبپاڼې کې په ۱۲/ ۱ / ۱۳۸۷ نیټه د ښاغلی زیاریوه لیکنه ولوستله چې د(( ځان دصفت ، دبل غیبت )) پکښې ډیر ، انتقام اخیستل اوبیله کوم دلیله پرنورو لیکوالانو تجاوزات هم زیات پکښې اوډل شوی وو۰ که څه هم مقاله د ( قاروړی حکیم نور )  په نامه داسې عنوان شوې ده چې لوستونکی ښایی فکروکړی ، حکیم نور به په کومې لیکنې کې پوهاندزیار ته کوم څه انتقادی ویلې وی ۰ خو برعکس ، دمقالې دسره ترپایه یې نه یوه جمله دحکیم نور په نامه راوړی اونه یې حتی یوه کلمه په ناخونکونو ، وړو لیندیو اویا کوټیشن کې راوړې ده چې لوستونکی پوه شی چې ښاغلی پوهاند ولې دومره زیات په خښم اوناکراره دۍ ؟ په دې ګونګې اومبهم حالت کې چې پوهاند پرحکیم نور باندې څرګند هیڅ ونه ویلای شوای ، نویې خپل خروښ پرنورو ډول ډول لیکوالانو ، دافغانستان دعلومواکاډمۍ پر اکادمیسینانو ، کاندیداکادمیسیانو ویوست اوداسې سپکې سپورې ورتقدیم کړې چې ښایی دخپلې خولې خوند یې پخپله پوره خراب کړی وی ۰

لنډه داچې دښاغلی زیارپه لنډې ،تلوارۍ اوعقدو څخه ډکې لیکنې کې نه یوازې دموضوعاتو په محتوا کې ډیرې تیروتنې اوناوړتوبونه راغلې دی بلکه په شکلې چوکاټ  کې یې هم لکه دجملو ترکیب ، لیک نخښواوداسې نورو موضوعاتو کې هم داسې ناوړتوبونه شته چې ښایی مقاله یې هرلوستونکی سمه ونه لوستلای شی ۰ البته ، که یې ولوستلای هم شی ښایی پوره استفاده ځینې ونکړای شی ۰ خو په نوموړو مشکلاتو کې دښاغلې پوهاند دنویو اوبې ضرورته کلمو جوړول ستره برخه لری ۰ ددې خبرې یادهم پکاردۍ ، چې که دده ټوله مقاله اویا نورې مقالې یې په غو ر ولوستلې شی دا به څرګنده شی چې په واقعی توګه به دده پښتو لیکنې دپښتنو څخه خپله مورنۍ ژبه بیګانه کړی۰

ځکه چې دټولې مقالې پرټول اړخیزې سپڼلواوکره کولو  کافی او لازم وخت نه لرم نو به په لنډه توګه دپورتنیو موضوعاتو دتصنیف سره سم ګرانو لوستونکو ته لومړۍ دمقالې پر شکلی اوبیا یې پرمتنی برخو یوه لنډه کره کتنه ، په ډیرې درناوۍ سره وړاندې کړم ۰

لومړی ۰ دښاغلی پوهاندزیار دلیکنې شکلی تیروتنې

۱ – په شکلی تیروتنو سره متنی ناوړتوبونه                                                                  ښاغلی  پروفیسور زیارپه (( ټول افغان )) ویبپاڼې کې دخپلې مقالې دلومړی مخ په نهمه لیکه کې بیله کوم دلیله اوبیله کوم منطقه ،دخپلې  موضوع اوعنوان څخه ډیر لیرې داسې وایی :(( ښاغلی افق

چې ترارواښاد نومیالی راوروسته دیوه رښتینی هومانست چپې پیښې کولې ، دملا داداله په خواخوږۍ یې دکلونو روژه په املوکو ماته کړه ۰۰۰ )) یا للعجب ۰

دلته ترهرڅه لومړی ، دښاغلی زیارڅخه ،ددوستۍ په فضا کې ،  پوښتنه داده چې ((  ۰۰۰ دیوه رښتینی هومانست چيې پیښې ( تقلید،افق ) یعنې څه ؟هومانست څه ته وایی اوبیایې دچپو پیښو ( تقلید ) مفهوم څه اوڅنګه تمثیلیږی؟ زما کوم عمل اوکومه لیکنه ښاغلی پوهاندزیار ته ((هومانیستی چپې پیښې ، تقلید )) چې دلته هیڅ مفهوم اومانا نلری ، یوازې یو بې لزومه او بې دلیله سپکاوی دۍ اوبس ۰

شک نشته چې ما دخپلو ولسونو دګټو اوپت ساتلو په خاطر دهرچا میړانه اوهمت دملا داداله په شمول چې دهرډول استعماری تجاوزګرانو اوشیطانتی دسیسه کارانو پرضد  یې څرګندوی اویا یې څرګنده کړی وی ، تاییدکړی اوتايیدوم ۰ دهمدغه ارمان اوخبرې دثبوت له پاره ،زما ټول عملی اوفکری فعالیتونه که ښاغلی زیارتعقیب کړی وی اویا یې تعقیب کړی ، یوه روښانه نمونه ده ۰ نو ګواکې په دغه ایمان اومقاومت کې مې نه داچې روژه په ( املوکو ) اویاکوم بل شی نه ده ماته کړې ، بلکه په قوی ترین ریاضت اوپرهیزګارۍ سره مې روژې ته ادامه ورکړې اوورکوم یې ۰ باید په زغرده سره ووایم ، هیچا ته دا حق نه ورکوم چې زما هیواد پال عقاید او احساسات په  خپلو تاریکو هندارو کې وګوری اویا یې په خپل مات قلم سره تعبیر اوتفسیر کړی ۰

په هرصورت ، خبره داده ، ښاغلی زیارچې دخپلو غرب زده اوتاریخ وهلو استدلالونو په واسطه زما عینی اوواقعی قضاوتونه انتقادوی ، زه په ویاړم۰ نو ارواښاد نومیالی څه کړی دی چې په هومانیستی تقلید اوپیښو کولو یې تورن کړی اود (( هومانیستی پیښو )) اوتقلید خاوند یې بولی ۰ پداسې حال کې چې ارواښاد نومیالی ، برعکس ، دنورو ډیرو افغانی لیکوالانوڅخه ډیرمخکې لا آزادخیاله اودابتکارڅښتن دۍ اوډیرېې وختی لا په ټپه ځوانۍ کې بې ځایه تقلیدونه اوپیښې دتاریخ لحظو ته وربخښلې دی ۰

سره ددې ټولوخبروزه فکرکوم چې داستادنومیالی په برخه کې پورتنۍ منفی قضاوت دښاغلی زیارله خواغیر شعوری اوغیرارادی وی ، ځکه ددوی روابط دوستانه ښکاریدل ۰ نو ګواکی دښاغلی پوهاند زیاردنوموړې مرکبې جملې (( ښاغلی افق چې ترارواښادنومیالی راوروسته یې دیو رښتینی هومانیست چپې پیښې کولې )) غلط ترکیب ، دده اراده غلطه اوزماسره یې نومیالی یوځای دهومانیزم پیښې اوتقلیدکونکی وباله۰ دلته مقصددادۍ چې ښاغلی زیارونه کولای شوای چې د(( هومانیست چپې پیښې )) ، دجملې دترکیب دناتوانۍ په نتیجه کې ما اونومیالی سره جلاکړی اوماته سپکاوۍ له ده سره شریک نه کاندی ۰

ترنوموړو تیروتنو چې راتیرشواشاره بایدوکړو چې د((۰۰۰ هومانیزم چپې پیښې )) اوتقلید هم ځکه ناوړه ترکیب دۍ چې هومانیزم نه کوم دولت اونه هم کوم ګوند دۍ چې دخپل پراتیک  په جریان کې دټاکلیوحوادثوپه نتیجه کې پرچپ یا راست ، ښې یا کیڼ وویشل شی ، بلکه همدغه هومانیزم دیړې  معتبرې مقولې په حیث کیدای شی چې پر واقعی اوغیرواقعی ، رښتیا اودرواغو باندې انقسام ومومی ۰ ځکه چې نوموړی دهومانیزم بحث ډیر اوږد اوپراخ دۍ ، په وروستیو بحثونو کې به یې دلزومه سره سم وڅیړو ، خوپه لنډه توګه به ګرانو لوستونکو ته ډاډ وړاندې کړو چې تراوسه پورې سیاسی انسان په واقعی توګه چانه دۍ پیژندلی ۰ څوک به څه ووایی چې انسان یعنې څه ؟ فکروکړۍ آیا دامریکا جمهوررییس مستربوش اودانګلستان پخوانی صدراعظم ښاغلی بلییر انسانان دی چې بیله وحشته اوویرانۍ څخه یې بیچاره ولسونو ته بل هیڅ ډول سوغات نه دی ورکړی ؟او که دافغانستان ، عراق ، هایتی اوداسې نور بیچاره ملتونه انسانان اوبشر دی چې په وحشی ترینو اوعصری ترینوراکتونو،توپونو ، بمونو اونورو جنګی وسایلو لکه میږیان اوحشرات وژل کیږی ، کورونه او کلې یې ورانیږی ؟ په زړه پورې لا داده چې سره ددې ټولو وحشتونو بوش اوبلییر دناتویی دولتونو په سرکې ، دبشر دحقوقواوهومانیزم غاوران ځانونه بولی!دغه دۍ دنن ورځې هومانیزم !

هرکله چې کوم څوک نوموړې پوښتنې ته معقول ځواب ورکړای شی ، بیا دې پرهومانیزم اوبشریت باندې بحث وکړی ۰ لنډه داچې هومانیزم ، چپ اوراست نه لری ، بلکه پرواقعی اوغیرواقعی ، درواغواورښتیا باندې ویشل کیږی ۰ دلته مهمه خبره داده چې ښاغلی زیارنه ده څرګنده کړې چې (( هومانیستی چپې پیښې )) څه ته وایی اومانوموړی پیښې چیرې اوڅنګه څرګندې کړې دی ؟ 

اوس به دنوموړی بحث د (( جلاد )) کلمې په ارتباط یوه لنډه اشاره وکړم : ګران هیواد افغانستان چې په تیرو دیرشو کلونوکې ډیرسترجنایتونه اوجلادان لیدلی اولا یې هم وینی ، ښاغلی پوهاند مجاوراحمدزیار یوازې دسروری اوملا داداله په شمول څو تنه په ګوته کړی دی ، خودتیرو دیرشو کلونو په دورا ن کې یې دنوموړې پروسې هیڅ تذکر نه دۍ کړی ۰

 څرګنده ده ، هرچا چې دخلقیانو ، پرچمیانو ، اخوانیانو ، طالبانو اواوسنی ناتویی مزدورانو اوجلادانو په شمول دسیاسی قدرت نیولو اوبیایې دساتلو له پاره مقاومتونه کړی دی ، نو یې بیله شکه مرګونه اووحشتونه هم کړې دی ۰ اوس هم ناټویی قدرتونه دامریکایی – انګلیسی واکدارانو په رهبرۍ داسې سترجنایتونه پرمخ وړی چې زموږتاریخ یې نمونه نه لری ۰ البته ، دهمدغو مرګونو دشدت درجه ، ناکامی اوکامیابی ، دخپل وخت دمتقابلو قوتونو دتضاد په شدت ، دقواوو په توازن اوداسې نورو تاریخی ، ټولنیزو، اقتصادی اوجنګی شرایطو پورې په همیشه توګه اړه لری ۰ شک نشته ، چې لوړحالتونه ډیرترخه واقعیتونه منعکسوی ،خودحقانیت اوبطلان درجه یې دولسونودمنافعو په ټولنیز پراتیک پورې تړلی دی ۰

وګورۍ : ناټویی جلادانو بیله کوم معقول دلیله اوبیله کوم حقوقی استدلاله دمسلمان ، طابب اوتروریست په نامه بې شمیره ولسونه په مختلفو شکلونو سره ترتیغ تیرکړی اوزندانونه یې په ډک کړې دی۰ همداسې یې ۱۶ تنه دعقیدې څښتنان په مختلفو تورونو، څو میاشتې مخکې دپلچرخی په قصابخانه کې اعدام اودادی سل تنه نوریې داوزګړو په څیر په نوموړې قصابخانه کې دندرونوسره په انتظارکې تړلی دی ۰ دنوموړې غیر انسانی اوتاریخی جنایت په باب زموږ ښاغلی پروفیسر زیار چې انتقادی سوسیالزم یې ستراتژیک هدف ټاکلی دۍ ،ولې څه نه وایی ؟ده چې سوسیالزم یو سیاسی شعار ګرزولی دۍ ،خپلوزحمتکښو ولسونو ته د(اخوانی – امپریالستی ) دولت ( دغه اصطلاح هم دښاغلی زیار ده )  دجنایتونو په باب څه ځواب ورکولای شی ؟

۱ -  دځینو ضروری لیک نخښو ( لیک نښو) ناوړه توب                                          لیک نښې چې دجملو ،فریزرونو اوپروګرافونو دمتناسب اومعقول جوړښت مهمترین تخنیکی نارمونه اواصول دی ، دهر لیکوال او شاعرله پاره یې سالم استعمال یوه مهمه وظیفه  ده ۰ خو په تاسف چې یولړ افغانی لیکوالان یې له استعماله څخه پوره لیرې واقع اوحتې کله کله په سپکه سترګه هم ورته ګوری ۰ په همدې توګه ښاغلی زیار هم په خپلې نوموړې لیکنې  کې دومره په سپکه سترګه ورته کتلې دی چې ،حتی ښایی لیکنه یې دلوستونکو له درک اوفهمه څخه لیرې کړې هم وی ۰ که څه هم لیک نخښې ، ځینې وختونه دمختلفو ژبو ترمنځ څه ناڅه توپیر لری ، خو په عمومی توګه  یې یو لړ نارمونه اواوصول سره ورته اومشترک دی ۰ دپوښتنې ، ندایی ،ټکې ( نقطې ) ،کامې اوداسې نورې لیک نخښې په ډیرو ژبو کې یو ډول استعمالیږی ، اما دکامې لیک نخښه ځینې لیکوالان تراندازې زیاته استعمالوی ،څو چې جملې په آسانه کړای شی ۰ په ډیرتعجب سره ، ښاغلې پوهاندزیارپه خپلې لیکنې کې نه یوازې دسوالیې (  پوښتنې ) لیک نخښه بېځایه استعمال کړې بلکه دندایې لیک نخښه یې هم دومره زیاته اوبېځایه راوړې ده چې ډیرو ختونه یې دنقطې ( ټکې ) ځای په اشغال کړی وی ۰

دخبرو داثبات له پاره به څو لنډ مثالونه وړاندې کړو :


ښاغلی زیار دخپلې مقالې دسر په لیکو کې داسې وایی :                                            - (( زه دې مړی ژاړم ، ته مې دخولې پیښې کوی ؟ ))                                          داچې نوموړی متل اویا اصطلاح په خپل دننه کې څه مشکلات لری ، بحث نه پرکوم ، فقط وایم چې نوموړی متن بیانیه جمله ده ،نه سوالیه ۰ نودسوالیې نښانه یې راوړل بیلزومه اوغیراصولی ده ۰                                                                                      - بله داچې په لیکنه کې دندایی نښانه دومره ارزانه اودیره استعمال شوې ده چې ډیر وختونه یې دټکی یا نقطې ځای نیولی دۍ ۰ دمثال په توګه :                                                 (( ۰۰۰ پارسی په هره توګه ، خو(( پارسی دری ! )) ۰۰۰ پوهانوباختری بللې ،۰۰۰ ))   په لومړی جمله کې د((پارسی دری )) څخه وروسته نداییه ځکه ضرورت نه لری چې اساسا (( پارسی دری )) یومرکب اسم دۍ ، نه کومه جمله اونه کوم دتعجب حالت لری ۰         ترنوموړوتیروتنو چې راتیرشو ، ددریم مخ په پای کې وړوکی خط ( هایفن ) چې بیا هم خپل ټاکلی داستعمال ځای لری ، په ډیر نامناسب ځای کې داسې استعمال شوی دی چې تصادفی هم نه ښکاری ۰ دلیکنې ددریم مخ په پای کې داسې راغلی دی : (( ۰۰۰ اوله دې ټولو کارونو سره سره یې د ( یوې – کره لیکنې پښتو ) او آزاد پښتو شعر غبرګ غورځنګونه تردې مهاله را رسولې دی ؟ ) په لوړې جملې کې زه یوازې اشاره کوم چې دلته په وړولیندیو کې دیوې کلمې وروسته د( هایفن ) یا وړوکی خط استعمالول بیلزومه اوغیر اصولی دی ۰ لیکونکی کولای شی دپورته نیمګړی جملې پرځای د(( یوې کره لیکنې پښتو)) ولیکی ۰ بیا هم ، که نوموړی فریز په غور سره وګورو نه پوهیږوچې دښاغلی لیکوال به لا مقصد څه وی ؟ ځکه دمتن له مخې نوموړی عنوان باید دیوې (( پښتو کره لیکنې ))په شکل سره راشی ۰ (( یوې کره لیکنې پښتو )) فریز نه په شکل کې کوم سم  مفهوم افاده کولای شی اونه هم دمتن له مخې ټاکلی مانا ځنې راوتلای شی ۰ څنګه چې دنوموړی جملې په پای کې سوالیه  بیله ضرورته راغلې ده ، نویې دیوې خوابیانیه جمله په شک اوسوالیې کې اچولې اودبلې خوا یې دلیک نخښو اصول نه دی مراعات کړی۰                                          - په وروسته کې دهایفن یا ( وړوکی خط ) لیک نخښې په استعمال کې هم پوره تیروتنه داسې څرګنده ده :  (( کاشکې تا دخپل پلارنیکه پښتو ګړدود ترڅنګه (( یوه کره لیکلاره )) هم دومره زده کړې  وای ۰۰۰ )) دلته ، ترهرڅه مخکې خبره داده چې ښاغلی زیار دچا سره اخته دۍ چې فایرونه یې په خلا کې بې فایدې تیریږی ؟                                                        

 په لوړې جملې کې باید(( یوه کره لیکلاره )) اویا هم (( کره لیکلاره )) راوړله شی ۰ ځکه وړوکی خط یا هایفن دخپلې وظیفې له مخې په نوموړی ځای کې چې ښاغلی زیار راوړې دی ځای نه لری اوڅوک یې نه استعمالوی ۰                                                          په هرصورت ، دښاغلی پوهاندمجاوراحمدزیار په نوموړې مقالې کې دلوړو تیروتنو په شان ډیرې نورې تیروتنې موجودې دی چې مایې دوخت دنیستۍ په سبب یوازې نوموړې څو نمونې وړاندې کړې ۰ (( کفر ازکعبه خیزد ، کجا ماندمسلمانی )) ۰ دښاغلی پوهاند زیار څخه زیاته غوښتنه کیږی چې دلیکوالۍ دهراړخ اصول مراعات کړی ، څو یې لیکنه هرڅوک دیوه لارښود په څیر ولولی ۰                                                                 نوربیا                                                                                            ۱۶ /۵ / ۲۰۰۸

 

 

 


May 18th, 2008


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
علمي و معلوماتي